IQNA

کومو هیوادونو د چارشنبې په ورځې کوچنی نیکمرغه اختر  اعلان کړ؟

11:36 - April 09, 2024
د خبر لمبر: 3489021
ایکنا – د نجومو  نړیوال مرکز د اعلان په اساس په ۸ اسلامی او عربي هیوادونو کې  د وري د میاشتې په ۲۲ یعني په چارشنبې ورځې به  اختر وي.

ایکنانیوز راپور راکوي،  دنجومو نړیوال مرکز چې  د عربی میاشتو د څارنې او  دعربی نړۍ پر سپوږمکیو ډ څارنې  دنده په غاړه لري، په عربو هیوادونو کې ئې سږکال د روژې دمبارکې  میاشتې نیکمرغه اختر وخت مشخص کړ.

دغه مرکز په یوې اعلامیې کې اعلان وکړ،  چې د شوال دمیاشتې د کمشن مسئولانو د اپریل په اتمه یعني پرون  د شوال د میاشتې د لیدو  ععملیات ترسره کړل او لکه څنګه چې په عربو هیوادونو کې د روژې دمبارکې میاشتې لومړۍ ورځ  د مارچ یولسمه نیټه وه، د شوال د میاشتې  لیدونکي کمیټې  د اعلان په اساس ، د اپریل په اتمه یعني په دوشنبې ورځې  میاشت ونه لیدل شوه  او پر دې اساس نن یعني سه شنبې ورځ  د رمضان المبارک میاشتې ترټولو وروستۍ ورځ ده.

روز چهارشنبه در 8 کشور عربی عید فطر است

پر دې اساس د نجومو د نړیوال مرکز اعلان کړی دی چې د نجومي  محاسباتو په اساس سږکال د روژې د مبارکې میاشتې  نیکمرغه اختر به په ۸ عربو هیوادونو ،یعني مصر ،عربستان، متحده عربی اماراتو، قطر ،سورئې،کویت،بحرین او الجزایر  هیوادونو کې د اپریل په لسمه نیټه یعني په چارشنبې ورځې وي.

 د مراکش ،عمان ،پاکستان، لیبیا ،ایران  او هند په څير په  نورو هیوادونو کې  چې د روژې دمبارکې میاشتې لومړۍ ورځ  پکې د مارچ په دولسه نیټه وه ، هم د شوال میاشت به د اپریل په نهمه نیټّ یعني په سه  شنبې ورځې   ولیدل شي.

روز چهارشنبه در 8 کشور عربی عید فطر است

 دغه مرکز توضیح ورکړې ده چې  دنجومي مطالعاتو په اساس،په شمالي  او جنوبی امریکا لویو وچو کې  په سترګو سره د میاشت لیدل ممکن وي او په دغو هیوادونو کې به د نیکمرغه اختر ورځ د اپریل په یولسمه نیټه یعني پنجشنبې ورځې وي. 

البته د نړۍ په ختیځي هیوادونو او د افریقا په جنوبی هیوادونو کې  د  شوال میاشت په ټلیسکوپ  سره د لیدو  وړ  ده . د مینځنۍ آسیا سیمي  او د افریقا دلوئې  وچې په هیوادونو کې د شوال میاشت  په سترګو سره یعني له دوربین پرته په سختئ سره ولیدل شي ، خو دلویدیځي اسیا سیمې  په هیوادونو کې د شوال میاشت تقربیا  په آسانۍ سره  په سترګو سره  یعني له دوربین پرته ئې لیدل ممکن دي ،پر دې اساس  په دغو هیوادونو کې نن یعني سه شنبې ورځ د روژې دمبارکې میاشتې وروستۍ ورځ ده.

روز چهارشنبه در 8 کشور عربی عید فطر است

د نجومو نړیوال مرکز د متحده عربی اماراتو  په پلازمینې ابوظبئ ښار کې واقع دی او د نړۍ په سویه دنجومو د  علم  دمطالعاتو لپاره یو ترټولو مهم مرجع حسابیږي.

په ایران کې به زیات احتمال سره د نیکمرغه روژې میاشتې اختر کله وي؟

د د میاشتې دلیدو یوه څيړاند او د  اسلامی انقلاب د معظم لارښود ددفتر  د میاشتې لیدو کمیټڼې  غړي ووئيل، چارشنبې ورځ د روژې د نیکمرغه اختر  ورځ ده او  په شمالي ،جنوبی او مرکزی آمریکا، د افریقا د په درستې لوئې وچې او اروپا  کې د شمالي اسیا د منتهی الیه  په استثنا  په سترګو یا له دوربین پرته  د شوال میاشت د لیدلی شي: پر  دې اساس د وري د میاشتې ۲۳ نیټه یعني چارشنبې ورځ به د شوال د میاشتې لومړۍ نیتّ یعنی د نیکمرغه کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

https://iqna.ir/fa/news/4209425

captcha